ډېر ژر به د لغمان د 'وطن ګټو' بند عملي چارې پیل شي. د اوبو ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک وايي، چې د وطن ګټو بند د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لویه پروژه ده چې د اوبو مدیریت، د برښنا تولید، د موسمي سیلابونو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پياوړتیا، د چاپېریال ساتنې، هېوادوالو ته د کار پيدا کولو په موخه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې جوړیږي. د وطن ګټو بند چې ۳۰ متره لوړوالی لري، ۳۰ میلیونه متر مکعب اوبه ذخېره کوي او د ۴ مېګا واټه برښنا د تولید ارزښت لري. د دې بند په ډيزاین یې ۱۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.